د پاکستان تحریک انصاف مشر د چارسدې ۷۰ سلنه سیلاب ځپلي جعلي بللی دي

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف د قومي اسمبلۍ پخواني غړي فضل محمد په چارسده کې د سېلاب ځپلو ۷۰ فيصده آبادي جعلي بللي ده.
د اے این پی مشر ایمل ولی وزیر اعلی محمود خان ته ورکړل شوی بریفنګ کښي د فضل محمد بیان شریک کړې دې او د چارسدي په خلکو ی غږ کړې دې چې تاسو دې خبر ی.
په ویډیو کې لیدل کیږي چې فضل محمد وزیر اعلی ته وايي چې یوازې 30٪ سیلاب متاثرین کیمپس کې دي، پاتې 70٪ خلک یوازې د تفریح لپاره ناست دي څوک چې د حکومت مرستې غصب کول غواړي، متاثرین. بېرته خپلو کورونو ته تللي دي.
بل خوا د عوامي نېشنل ګوند صوبايي صدر ایمل ولي د ویډیو تر څنګ په خپل بیان کې لیکلي، “چارسد والو، تاسو ویښ شې.
ایمل ولي ، د عوامي نیشنل ګوند مشر په خپل ټویټ کښې لیکلي چې چارسد والو راویخ شۍ، یو اړخ ته سیلاب یوړې او بل خوا محمود خان ته ویل کیږي چې اویا ۷۰ سلنه آباد سیلاب ځپلې نه ده، دا جعلي شمیره ده او دوی هسې ناست دي او مزې اخلي.
…………………………..
نور خبرونه
سندهه صوبه کښې پیپلز ګوند یو مشر ویډیو خپره شوې، د سیلاب ځپلو مخې ته خپل خپې په معدني اوبو وینځي
شپږ ورځې تیرې شوې خو په کویټه کښې تراوسه بریښنا او ګاز بحال نه کړې شوه






