شپږ ورځې تیرې شوې خو په کویټه کښې تراوسه بریښنا او ګاز بحال نه کړې شوه

باغی ټي وي رپورټ
د کوټې ښار په زياترو سيمو کې د شپږمې ورځې لپاره د ګيس او برېښنا بند پاتې دی.
د راپورونو له مخې، په ښار کې د بریښنا رسولو، د ګرځنده تلیفونونو او انټرنیټ خدمات هم سخت اغیزمن شوي.
د دې نه علاوه د کوئټې نه داخله پورې د ریل ګاډي سروس هم معطل دی، په ښار کښې د سخت باران او سیلابونو له وجې د ریل ګاډي تګ راتګ متاثره شوی دی او په بولان کښې د پل د نړېدو له وجې د ریل ګاړي سروس هم معطل شوی دی.
دا خبره مهمه ده چې په ټول هیواد کښې د سیلابونو له امله د مړو کسانو،ژوبل کسانو او د د نړیدلو کورونو بشپړه راپور خپور شوې دې.
د راپور مطابق د خپور شوي راپور مطابق په تیر 24 ساعتونو کې ۷۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړې چې مړو کسانو شمیره ی 1,136
ته اوچته کړې ده. د ټپیانو شمیر
1,634 او د ژغورول شوو کسانو شمیر 51,275 ده. د سیلابونو له وجهې 1,051,570 کورونو ویجاړ شوي دي.
د راپور مطابق په ملک کښې ټول 33,046,329 کسان د سیلابونو څخه بد متاثره شوي دي او د وژل شوو څاروو شمیر 735,375 ته رسیدلې ده.
په کمپونو کښې چې کومو کسانو او کورنیو ته پناه ورکړل شوې ده ،دهغوی شمیره 498,44 ته رسیدلې ده.
نور خبرونه
سندهه صوبه کښې پیپلز ګوند یو مشر ویډیو خپره شوې، د سیلاب ځپلو مخې ته خپل خپې په معدني اوبو وینځي
د پاکستان زمکي فوځ سره سره د پاکستان هوایی ځواک هم سیلاب ځپلو سره په مرستو کولو بوخت دي





