د پاکستان زمکي فوځ سره سره د پاکستان هوایی ځواک هم سیلاب ځپلو سره په مرستو کولو بوخت دي

File photo
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د هوايي ځواک د وياند په وينا، د خيبر پښتونخوا په سېلاب ځپلو سيمو کې د پاکستان د هوايي ځواک د ژغورنې عمليات روان دي. د پاکستان د هوايي ځواک د وياند له مخې، د پاکستان د هوايي ځواک د مرستې عمليات د بلوچستان، سندهه او جنوبي پنجاب او همدارنګه د خيبر پښتونخوا په سېلاب ځپلو سيمو کې روان دي.
وياند ووئيل د ژغورنې عملياتو كښې د خېبر پښتونخوا له خېشكي او نوشهر كلان كلو څخه 800 كسان خوندي ځايونو ته منتقل كړې شوي او 1400 كسان د رسالپور په سېلګرۍ كېمپونو كښې ساتل شوي دي۔
د پاکستان د هوايي ځواک وياند وويل چې په کمپ کې د درملنې، خوراک او استوګنې وړيا مرستې کېږي.د وياند له مخې په نهلتارام وادي کې د پاکستان د هوايي ځواک لخوا د وړيا راشن او طبي مرستو کيمپ جوړ شوى دى.
بل اړخ ته ائیر مارشل حامد رشید رندھاوا او ائیر وائس مارشل معید خان هم د سیلاب ځپلو سیمو د فضا څخه جاج واخستو.
PAF EXPANDS RESCUE OPERATIONS IN KPK
30 August, 2022: Pakistan Air Force has expanded rescue operations in KPK in addition to the ongoing relief and rehabilitation operation in flood affected areas of Balochistan, Sindh and South Punjab. pic.twitter.com/S9gIbBIoVK
— DGPR (AIR FORCE) (@DGPR_PAF) August 30, 2022
نور خبرونه
ډیره اسماعیل خان سیلابونه تباهي کړې، ۱۰ ملیارده روپۍ زیان رسیدلې ،۴۰ زره کورونه نړیدلې دي





