خیبر پښتونخوا سیلاب ځپلو سیمو کښې بیړنۍ حالت د ستمبر تر ۳۰ مې نیټې پورې غځول شوې دې

0
206

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د سېلاب ځپلو سیمو کې بېړنی حالت د سپټمبر تر ۳۰مې پورې غځول شوی دی.

چارسده کښي د سيلاب متاثرينو دوه ماشومان په جينډي سيند کښي ډوب شوي او مړي ئي راويستلي دي۔
بل خوا په بلوچستان کې د هيلي کاپټرو په ذريعه د امدادي سامان رسولو لړۍ روانه ده.

د نصیر آباد باباکوټ سیمې متاثرینو ته وچه راشن، خیمې، دواګانې او د څښاک اوبه رسولې شوې دي، په متاثره سیمه کې د هیلی پیډ د نشتوالي له وجې هیلی کاپټر سړک ته غورځول شوی دی.

د اين ايچ اے وياند ترمخه د کوئټه تفتان، کوئټه کراچي او کوئټه سبي لوئي سړکونه د سيلاب له وجي متاثره شوي دي اين ايچ اے په لنډ وخت کښي ټولي لوئي لاري بحال کړي دي ولي وئيلي شوي دي چي د کوئټه سبي لويه لار به هم ډير زر د ټريفک لپاره پرانستلي شي۔

د پاکستان تحریک انصاف مشر د چارسدې ۷۰ سلنه سیلاب ځپلي جعلي بللی دي

Leave a reply