د وږي ۹مه؛ لۀ افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ورځ، ا.ا پۀ شوق ولمانځله
د وږي ۹مه؛ لۀ افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ورځ، ا.ا پۀ شوق ولمانځله
بل خوا په مزارشريف کې هم دغه ورځ ونمانځل شوه، خو خبريالانو ته اجازه ورنکړل شوه، چې وضعيت له نږدې پوښښ کړي. په جوزجان، بدخشان، کندهار، تخار، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د وږي نهمه د اشغال د پای ورځې په توګه ونمانځل شوې.
(2022 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سپټمبر نهمه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وروستي سرتېري له وتلو سره برابره ده او د ا.ا حکومت دغه ورځ یوه ستره بریا وبلله او په بګرام پوځي اډه کې یې په ځانګړو مراسمو سره ولمانځله.
په دې پروګرام کې د ا.ا د حکومت لوړ پوړو چارواکو، د ملا حسن اخند، صدراعظم او د هغوی د کابینې یو شمېر نورو غړو برخه اخیستې ده، خو د سراج الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې مهم غړي په دې پروګرام کې نه دي لیدل شوي.
د راپورونو له مخې سراج الدین حقاني د ګډونوکوونکو په ډله کې نه ؤ او انس حقاني چې د حقاني شبکې د رسنیو مخ دی، هم په دې پروګرام کې نه و لیدل شوی.
ملا حسن اخند په خپلو خبرو کې د بهرنیانو له خوا د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدو په اړه خبرې وکړې او له نورو دولتونو یې وغوښتل چې که کومه ستونزه لري د خبرو او پخلاینې له لارې دې ورسره مخامخ شي.
هغه دا هم وويل چې بهرنيان دا اعلانونه کوي چې په افغانستان کې لوږه ده، په داسې حال کې چې د ده په وينا د لوږې لامل بهرنيان دي ځکه چې د افغانستان د بهرنيو اسعارو زېرمې يې بندې کړې دي.
اړوند موضوعات:
د ملي دفاع سر پرست وزیر: د اسلامي ارزښتونو خلاف چافرمايشونه نه منو