د ملي دفاع سر پرست وزیر:  د اسلامي ارزښتونو خلاف چافرمايشونه نه منو

0
89

د ملي دفاع سر پرست وزیر:  د اسلامي ارزښتونو خلاف د چافرمايشونه نه منو

مولوي یعقوب وویل، د بل تر سیوري لاندې ژوند نه شو کولی، هر وخت افغانانو هر استعمارګر مات کړی او خپلواکي یې ترلاسه کړې.

ده په خپلو خبرو کې وویل، سیاسي او اقتصادي ستونزې به وي، خو د اسلامي ارزښتونو خلاف د هېچا فرمایشونه نه شو منلی. نوموړي وویل اړینه ده چې پر شخصي ګټو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي.

(2022 / 8 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو ۱۰۳مې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، چې که یو موټی او یو لاس شو، هغه ستونزې چې اوس ورسره مخ یو ډېر ژر به هوارې شي.

نوموړي وویل، د اشغال د پای لپاره يې شل کاله مبارزه کړې، نو دا په هیڅ صورت له لاسه نه شو ورکولی.

Leave a reply