تخار ولایت کې یوه ښځه او سړی د جنسي نا مشروع اړیکې پۀ تور نیول شوي

تخار ولایت کې یوه ښځه او سړی د جنسي نا مشروع اړیکې پۀ تور نیول شوي
تر دې وړاندې داسې پېښې ثبت شوي چې د ا.ا حکومت هغه کسان په دورو وهلي یا سنګسار کړي دي چې له کوره یې په تیښته او له واده نه بغیر جنسي اړیکې لرلې. تېره اوونۍ د سنبلې په څلورمه د ا.ا د حکومت چارواکو یو ځوان او ښځه په عام محضر کې د جنسي اړیکو په تور ۴۰ دورې ووهل.
(2022 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په تخار ولایت کې د ا.ا د حکومت امنیتي چارواکي وايي، یو سړی او یوه ښځه یې له کوره د تیښتې او له واده بغیر د جنسي اړیکو په تور نیولي دي. د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند مبين صافی وايي، چې نن چهارشنبه د سنبلې په نهمه نېټه د تالقانو ښار د آق جومات له سيمې څخه يو نارينه او يوه ښځه د نامشروع اړيکو په تور نيول شوي دي.
د ښاغلي صافي په خبره، دغو دوو کسانو په نامشروع اړیکو اعتراف کړی او د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي. د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند په دې اړه څه ونه ویل چې آیا دغه سړی او ښځه مجرد وو که واده.
تر دې وړاندې داسې پېښې ثبت شوي چې د ا.ا حکومت هغه کسان په دورو وهلي یا سنګسار کړي دي چې له کوره یې په تیښته او له واده نه بغیر جنسي اړیکې لرلې. تېره اوونۍ د سنبلې په څلورمه د ا.ا د حکومت چارواکو یو ځوان او ښځه په عام محضر کې د جنسي اړیکو په تور ۴۰ دورې ووهل.
اړوند موضوعات:
بلخ؛ د غلا پر مهال دوه کسه پۀ ډزړ وژل شوي دي
په يو بل خبر کې په درقد ولسوالۍ کې سرچينې وايي چې د دې ولسوالۍ لپاره د ا.ا ولسوال په يوه اوونۍ کې دوه ځلې واده کړى دى. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ا.ا د درقد ولسوال شمس الدين همايون اوسمهال درې مېرمنې لري.






