جسټس ریټایرډ رشید اې رضوي په یو بیان کښې ویلي چې د عدالت سپکاوي مقدمه کښې د عدالت عمران خان سره سلوک ډیر نرم وو

0
192

باغی ټي وي رپورټ
جسټس ريټائرډ رشيد اے رضوي وايي د توهين عدالت په مقدمه کې د عمران خان سره د عدالت سلوک ډېر نرم و.

د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره د خبرو په مهال جسټس ريټائرډ رشيد اے رضوي د عمران خان د توهين عدالت مقدمې په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې عمران خان په عدالت کې د تورونو دفاع کړې ده.
ده ووئيل چې كله د الزام دفاع كولې شي نو د غير مشروط بخښنې لپاره هيڅ ځاى نشته، بخښنه او دفاع دواړه سره نه شي چلېدلى، د عمران خان سره عدالت ډېر نرم چلند وكړو۔
بل لوري ته پېژندل شوي وکیل سلمان اکرم راجا ویلي، چې عمران خان باندې تراوسه پورې تور نه دی لګول شوی، نو ځکه ورته د بښنې فرصت ورکړل شوی دی.

سلمان اکرم راجا زیاته کړه چې هغه به هم بښنه وغواړي او عدالت ته وړاندې شوی خپل لومړی ځواب به بیرته واخلي.

ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ته د يوې زنانه قاضي ته د ګواښلو په اړه د عدالت د سپکاوي په مقدمه کې د ځواب وړاندې کولو لپاره ۷ ورځې وخت ورکړل شوی دی.
…….
نورخبرونه

د پاکستان عوام دولت لوټ کوونکي لندن کښې مزې کوي او عمران خان په جعلي مقدمو کښې که یو او کله بل عدالت ته لیږلې شي

د عمران خان په ضد د عدالت د سپکاوي مقدمه، عدالت د عمران خان عبوري ضمانت تر ۱۲ ستمبر غځولې دې

Leave a reply