د پاکستان عوام دولت لوټ کوونکي لندن کښې مزې کوي او عمران خان په جعلي مقدمو کښې که یو او کله بل عدالت ته لیږلې شي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري يو ځل بيا د مسلم ليګ (ن) په مشر نوازشريف د نوم له اخېستلو پرته نيوکې کړي دي.
فواد چوهدري د یوې ښځې جج او پولیس افسرانو ته د ګواښلو په مقدمه کې د عمران خان عدالت ته د حاضریدو په اړه ټویټ کړی دی.
د پي ټي ائي د مشر په ټويټ کې ويل شوي چې “د پاکستان د اربونو روپو لوټونکي په لندن کې خوند کوي او د عمران خان په څېر فقير مشر په جعلي مقدمو کې له يوې محکمې بلې ته حاضرېږي”.
فواد چوهدري د عمران خان په اړه ليکلي چې “نن به هغه د ترهګرۍ په مقدمه کې عدالت ته وړاندې کېږي، په اصل کې د اشرافو لپاره عوامي ليډران بې اهميته دي ځکه چې د خلکو هيڅ حيثيت نشته.”
ياده دې وي چې عدالت د زنانه مجسټرېټ او اعلي پوليس افسرانو ته د ګواښلو په مقدمه کې عمران خان ته د حاضرېدو امر کړی وو.
نور خبرونه
د عمران خان په ضد د عدالت د سپکاوي مقدمه، عدالت د عمران خان عبوري ضمانت تر ۱۲ ستمبر غځولې دې





