د عمران خان په ضد د عدالت د سپکاوي مقدمه، عدالت د عمران خان عبوري ضمانت تر ۱۲ ستمبر غځولې دې

0
183

باغي ټي وي رپورټ
د ترهګرۍ ضد عدالت د زنانه مجسټرېټ او سينئر پوليس افسرانو ته د ګواښونو په مقدمه کې د تحريک انصاف د چيئرمېن عمران خان د عبوري ضمانت د غځولو درخواست منظور کړی دی.

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت جج راجه جواد عباس حسن د اسلام اباد د پوليس زنانه مجسټرېټ او سينئر افسرانو ته د گواښونو په اړه د مقدمې اورېدنه وکړه.

د عمران خان وکيلانو فيصل چوهدري او بابر اعوان عدالت ته حاضر شول او د خپل موکل د عبوري ضمانت د غځولو غوښتنه يې وکړه او ويې ويل چې عمران خان عدالت ته حاضر دی.

عدالت د عمران خان د عبوري ضمانت تر ۱۲م ستمبر پورې د غځولو درخواست منظور کړی او ورته يې د يو لاک روپو د مچلکو جمع کولو امر کړی دی.
له دې وړاندې د عمران خان وکيل بابر اعوان په عدالت کې د عمران خان د ضمانت لپاره ليکلی درخواست جمع کړی و او قاضي ته يې په خبرو کې ويلي و، چې زما موکل دې ضمانت ورکړل شي، که ضمانت کېږي، ستاسو موکل به د ضمانت لپاره عدالت ته حاضر شي.

بابر اعوان وکيل وويل زما موکل اسلام اباد کې دى، پوليسو ليکلي چې د عمران خان ژوند په خطر کې دى، د پوليسو دنده امنيت ورکول دي.

Leave a reply