بلوچستان کښې د سیلابونو او بارانونو له امله د مړو شمیره ۲۵۷ ته رسیدلې دې

باغی ټي وي رپورټ
په بلوچستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د بارانونو له امله د يو بل کس د وژل کېدو پخلى شوى، چې له امله يې د مړو شمېر ٢٥٧ ته ورسېد.
په ټول صوبه کې ٦١ زره ٧١٨ کورونه زيانمن شوي او د ١٥٠٠ کلوميټره پورې مختلفې لويې لارې هم سخت زيانمنې شوي دي.
د صوبې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې (PDMA) لخوا جاري شوي رپورټ ترمخه په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د باران او سيلاب له امله په پيښو کې يو تن مړ شوی چې له دې سره په بلوچستان کې د جون له لومړۍ نيټې څخه د مړو شميره ۲۵۷ ته رسيدلې ده.
د پي ډي ايم اے لخوا جاري شوي شميرو له مخې په مړو کښې 122 نارينه، 62 ښځې او 73 ماشومان شامل دي، چې تر ټولو زيات 27 مړي په کوئټه، 21 په لسبيله او 19 په ژوب کې شوي دي، په ټوله صوبه کې د بارانونو په مهال بيلابيلو حادثو کې 166 کسان ټپیان شوي دي.
نور خبرونه
د پاکستان فوځ د هیلي کاپټر په وسیله په سیلاب ځپلو سیمو کښې فعال رول لوبوي





