د پاکستان فوځ د هیلي کاپټر په وسیله په سیلاب ځپلو سیمو کښې فعال رول لوبوي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پوځ په سېلاب ځپلو سیمو کې د پوځ د 200 هلیکوپټرو پروازونو له لارې په امدادي کارونو کې برخه اخیستې او په سیلاب ځپلو سیمو کښې ی خپلو هلو ځلو ته ی دوام ورکړې دې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې آی ایس پي آر له مخې، سیلاب ځپلو ته د مرستې رسولو لپاره د پوځ د 200 هلیکوپټرو الوتنو له لارې امدادي فعالیتونه ممکن شوي دي.
د آئي اېس پي آر ترمخه په 24 ساعتونو كښې سېلاب ځپلو ته 162 ټنه مرسته وېشلې شوې او په سېلاب ځپلو سيمو كښې د پوځ 147 امدادي كمپونه جوړ كړې شوي دي۔
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې له مخې، د پاکستان پوځ تر اوسه ۵۰ زره کسان خوندي ځایونو ته لېږدولي او په سېلاب کې ایسار شوي ۱۹۹۱ کسان یې په خوندي توګه ایستلي دي، پر دې سربېره تر اوسه د ۶۰ زرو نه زیاتو ناروغانو ته وړیا درملنه او درمل ورکړل شوي دي. .
>>>>
نور خبرونه






