ډیره غازي خان ته د اولس مشر عارف علوي دوره، سینیر اینکر پرسن مبشر لقمان د انتظامیه له لوري جوړ شوي عارضي او جعلي کیمپ باندې چاپه اچولې

0
87

باغي ټي وي رپورټ
ډيره غازي خان ته د عارف علوي د سفر په مهال اينکر پرسن مبشر لقمان د غازي په کيمپ باندې چاپه اچولې او انتظاميه ی په غلا ګیره کړې ده او ددوی جعلي کیمپ ی راڅرګند کړې دې.

ياده دې وي چې د پاکستان صدر عارف علوي په تېرو څو ورځو کې د پنجاب صوبې د ديره غازي خان ضلعې د سېلاب ځپلو لپاره دوره کړې وه خو اوس سينئر اينکرپرسن مبشر لقمان د دغه دوه نمبرې دورې په حقله خپل پروګرام پرانستلی دی. هغه امدادي کيمپ چې صدر ډاكټر عارف علوي ئې ليدنه كړې وه په حقيقت كښې د غرونو كیمپ ځكه چې د دې پرځاى چې ليرې پرتو سېلاب ځپلو سيمو ته ولېږدول شي، ولسمشر د هوايي ډګر سره نږدې د موقتي امدادي كمپ څخه ليدنه وكړه.
که څه هم ضلعي انتظاميي دا بندوبست کړي وو چي د خصوصي ميډيا نماينده ګان د پاکستان صدر د سفر کوريج و نه کړي ، دا ځکه چې لته بیا په دي اړه بیا ترې خبریالانو پوښتنې کولې، په داسې وخت کښې سينئر اينکر مبشر لقمان چاپه اووهله او د انتظاميي دروغ ی راپه ډاګه کړل.
مبشر لقمان په دې اړه پوښتنې را اوچتې کړي او وی ویل چې په دې کمپ کې سېلاب ځپلي چرته دي؟ هغه ته دا ځواب ورکړل شو چې دا کمپونه اوس خالي شوي دي. مبشر لقمان نورې پوښتنې هم وکړې او وی ویل چې د هوایی ډګر ته ولې نږدې کمپونه جوړ شوي او دلته به سيلاب ځپلي څنګه راځي؟ حکومت په دې اړه کوم کوټلی ځواب نه دی ورکړی.
سينئر اینکرپرسن ورته وويل چې زه باید د هغه کیمپ دوره وکړم او د سیلاب ځپلو ستونزې معلومې کړم چرته چې متاثرين پکې اوسيږي، انتظاميې ورته وويل چې د حجاب او پردې ستونزه ده، هلته ښځې دي، نه شي تللای، نو مبشر لقمان وويل چې له يوه لرې وټن څخه ی ووښيي. په دې اړه ورله هم انتظامیه هیڅ ځواب نه درلود.

مبشر لقمان څرګنده کړه چې د پنجاب وزيراعلي پروېز الهي په ځايونو کې پينا فلکسونه لګول شوي خو دلته د انتظاميې کارکردګي صفر ده. بل اړخ ته مبشر لقمان د سېلاب ځپلو سره ليدنه کړې چرته چې هغه سينئر اينکر ته اوويل چې د پنجاب حکومت کارکردګي صفر ده او د سيلاب متاثرينو حالت خراب دې۔

مبشر لقمان څرګنده کړه: دا غرنی کمپ یوازې د لوړ پوړو چارواکو د لیدنې پر مهال د عکس اخیستو لپاره کارول کیږي ترڅو دوی سیلاب ځپلو سیمو ته د تګ زحمت ونکړي او دوی کولی شي مستقیم له هوایی ډګر څخه نږدې کمپ ته راشي او انځورونه اوباسي او واپس لاړ شي او او وایی چې مونږ له سیلاب ځپلو سره لیدلي، خو حقیقت همدا دې چې دا خلک یوازې هغه خلک احمق کوي چې په کور کې ناست وي او د تلویزیون په سکرین باندې دا جعلي دورې او انځورونه ګوري.

تاسو کتلې شې چې مبشر لقمان څنګه ګهوسټ کیمپ را پیدا کړې او ددوی څخه پوښتنې کوي.

مبشر لقمان حاضرینو ته د پنجاب حکومت دوه نمبرې وښودې او ویې ویل چې د افسوس ځای دی چې دا حکومت د مستحقینو حق په وژلو سره د ولس په سترګو کې خاورې اچوي، دا خلک به الله تعالی ته څنګه ځواب ورکوي.مبشر لقمان هغه زياته کړه، چې د دې ټولې ډرامې له ليدلو وروسته مې له سياست څخه کرکه پيدا کړه. ده ووئيل دلته فلاحي تنظيمونه او د پاكستان فوځ په ښه توګه كار كوي خو بل اړخ ته هم دا سياستوال د ولس پورې ټوقې مسخرې کوي.


…………………….
نور خبرونه

د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري په دې لنډو څو ورځو کښې د عدالت د سپکاوي ریکارډ کیښودې دې

عمران خان یو تصدیق شده دروغجن او فریبکار دې، اولس باید د عمران خان په راتلونکې وخت کښې بیا په سیاست کښې راوستلو په اړه فکر وکړي: وزیراعظم نواز شریف

Leave a reply