یو خبریال زه بیا بیا ځورولم، زه ی تنګولم نو ځکه مې ورته اوویل چې زه ډیر خطرناک یم

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وايي يو خبريال زه ځورولم نو ورته مې وويل چې زه خطرناک يم.
اسلام آباد هائي کورټ کښې د اوريدنې نه وړاندې يو خبريال د پي ټي آئي چيئرمېن نه پوښتنه کړې وه چې تاسو ولې خطرناکه شوې يم؟ د خبریال د پوښتنې په ځواب کې پخواني وزیراعظم عمران خان وویل چې هغه یو خبریال دی چې زما نه بار بار داسې پوښتنې کوي نو ما وویل چې زه ډیر خطرناک یم.
ه بلې خوا خبریالانو له عمران خان وپوښتل چې ایا هغه به محکمې ته بښنه وغواړي او که نه؟ چې په دې اړه د پي ټي آئي چيئرمېن له ځواب ورکولو ډډه وکړه او خبريالانو ته يې وويل چې څه وکړي.
ياده دې وي چې د اګست په شلمه د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د شهباز ګل د تشدد په تور د آئي جي او ډي آئي جي اسلام آباد په ضد د مقدمې درج کولو اعلان کړے وو او د وينا په مهال عمران خان د زنانه مجسټرېټ يادونه کړې وه کومه چې شهباز ګل ريمانډ کړې وه خو د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان ته د زنانه قاضي زیبا چوهدري د ګواښ په اړه د عدالت د سپکاوي په مقدمه کې د ځواب وړاندې کولو لپاره ۷ ورځې نور وخت ورکړل شوی دی.
د دې تر څنګ د خبريالانو له خوا يوه بله پوښتنه هم وشوه چې ټاکنې به تر کومه وخته کېږي؟ نو د تحریک انصاف چیرمین وویل چې انتخابات به کیږي او ډیر زر.
د پي ټي آئي چيئرمېن زياته کړه چې د سيلاب له وجې خلک متاثره شوي دي، د سيلاب متاثرين د دوي ذمه واري ده او دې سره به د دوي د ازادۍ تحريک لپاره هم کار کوي۔
نور خبرونه
د عمران خان په ضد د عدالت د سپکاوي مقدمه، عدالت د عمران خان عبوري ضمانت تر ۱۲ ستمبر غځولې دې






