عدالت د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ته ۷ اووه ورځې نیټه ورکړې چې د عدالت د سپکاوي مقدمه کښې د خپل ځواب جمع کړي

0
98

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ته اووه ورځې وخت ورکړل شوی چې د یوې ښځینه قاضي ته د ګواښلو په تړاو د محکمې د توهین په قضیه کې خپل ځواب وړاندې کړي.

د زنانه جج ته د ګواښلو په اړه د عدالت د توهين مقدمې کې د پي ټي آئي چيئرمېن د عدالت په حکم په شخصي توګه اسلام اباد هائيکورټ ته حاضر شو. په دې موقع سخت امنيتي انتظامات شوي وو او د وکيلانو پرته بل چا ته د محکمې خونې ته د ننوتلو اجازه نه وه.
د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله په مشرۍ کښې پنځه کسيزه بنچ د توهين عدالت کيس اوریدنه وکړه.

کله چې د عمران خان وکيل حامد خان روسټرم ته راغی نو د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې هغه هم د عمران خان وکيل سره د دې عدالت اسسټنټ دی، تاسو د کوم ليکلي ځواب جمع کړی ؤ تمه نه وه ، دا عدالت تمه لری چې تاسو به بل ځواب جمع کړې .
جسټس اطهر من الله وويل سياسي ګوند بايد دقانون او آئين په واکمنۍ باور ولري،

د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس زياته کړې چې د عمران خان کافي فال فالونګ لري، د عمران خان مشر بايد هرې خبرې ته پام وکړي، وخت بېرته نه راځي، لکه څنګه چې له ژبې ټکي راوځي هغه بېرته نه واپس نه راځي.
نور خبرونه

خیبر پښتونخوا سیلاب ځپلو سیمو کښې بیړنۍ حالت د ستمبر تر ۳۰ مې نیټې پورې غځول شوې دې

د پاکستان تحریک انصاف مشر د چارسدې ۷۰ سلنه سیلاب ځپلي جعلي بللی دي

Leave a reply