وزیراعظم شهباز شریف د بریښنا مالیه په مد کښې د فکسډ بل په جمع کولو بندیز اعلان کړې دې

0
110

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د بجلئ بلونو په ذريعه د فکسډ ټيکس جمع کول په فوري توګه بندولو حکم جاري کړے دے۔

لاهور کښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې غونډه شوې چې پکښې د ملک په اقتصادي صورتحال او د تاجرانو په ستونزو او د هغوي په حل خبرې شوې دي۔
په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د بجلئ بلونو په ذريعه د فكډ ټېكس جمع كولو په سمدستي توګه بندولو امر جاري كړو او په دوکاندارانو د فكډ ټېكس لګولو په اړه يې هم د پلټنو امر وكړو۔

دې نه علاوه په غونډه كښې وزيراعظم شهباز شريف اړونده ادارو ته د تاجرانو په مشوره د نوي ايكشن پلان جوړولو هدايات هم وكړل۔
دا خبره مهمه ده چې په هیواد کښې اولس د اتحادي حکومت څخه داسې غوښتنه هم کوي چې په نړيوال بازار کښې د تیلو نرخ کم شوې دې او په پاکستان کښې دې هم د تیلو نرخ کښې کمې اعلان شوي، اولس په دې اندیښنه څرګنده کړې چې دا حکومت هم په هیواد کښې په ګرانس قابو راوستلو کښې ناکامه پاتې دې.
نور خبرونه

د افغانستان بانک خپله نوې نماینده ګي د پاسپورټ ریاست پۀ دننه کې فعاله کړه 

د پاکستان فوځ او ملکي ادارو په ضد بیانونه، پیمرا د عمران خان وینا په ژوندي خپرونه بندیز لګولې دې

د فوځ په ضد هڅول انتها خوښو ا ترهګرو د ملکي ادارو او فوځ په ضد د هڅولو لامل کیدې شي، څوک چې دا کار کوي دوی سره به قانونی چلند وشی: رانا ثناالله

Leave a reply