د فوځ په ضد هڅول انتها خوښو ا ترهګرو د ملکي ادارو او فوځ په ضد د هڅولو لامل کیدې شي، څوک چې دا کار کوي دوی سره به قانونی چلند وشی: رانا ثناالله

باغی ټي وی رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د اسلام آباد پوليس زنانه مجسټرېټ، انسپکټر جنرل (آئي جی) او ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آئي جي) ته ګواښونکي به د قانون سره مخ شي۔

خپل بيان کښې رانا ثناء الله وويل ټولې نړۍ د عمران خان ګواښ په نېغه ليدلې، اوس دې د قانون مقابلې ته تيار شئ.

ده ووئيل عمران خان ته به په حكومت كښې د لاسوهنې په اړه قانون ځواب وركول وي هغه اوویل چې که په قانون مو عمل و نه کړو نو پاكستان به ځنګل جوړ شي۔
داخله وزير وويل څوک چې فوځ کې بغاوت ته لمن وهي هغوي ته به دقانون څخه دتيښتې اجازه نۀ ورکول کيږي، هغوي ته دا ممکنه نۀ ده چې دشهيدانو سپکاوى وکړي، بغاوت ته وهڅوي او بيا په اسلام اباد کې ودريږي او رياستي رټ چيلنج کړي.

هغه زیاته کړه، دا چلند په هېواد کې د انتها خوښو او ترهګرو د هڅولو لامل کېدای شي او ددوی په ضد اقدام اړین دی.
هغه وويل چې کله د بشرا بي بي، فرحه ګوګي د کرپشن خبره کوي نو عمران خان د اسلامي ټچ يادونه کوي.

ياده دي وي چي د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د شهباز ګل د تشدد په تور د آئي جي او ډي آئي جي اسلام آباد په ضد د مقدمې درج کولو اعلان کړے وو او د وينا په مهال عمران خان هغه زنانه مجسټرېټ ته ګواښ کړے وو چي د شهباز ګل نوم ئې ريمانډ کړے وو۔

په دې لړ کې د اسلام اباد د پوليسو بيان هم مخې ته راغلى او وياند يې وئيلي دي چې زنانه افسر او نورو پوليس افسرانو ته ګواښونه د رياستي ادارو خلاف کار دى.
نور خبرونه

شهباز ګل په بشپړه توګه صحتمند او روغ جوړ دې، ويډیو ی په باغی ټي وي خپره شوې

عمران خان د یو دښمن څخه هم زیات دې هیواد ته زیان رسولې دې: احسن اقبال

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网