د پاکستان فوځ او ملکي ادارو په ضد بیانونه، پیمرا د عمران خان وینا په ژوندي خپرونه بندیز لګولې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د الېکټرانک مېډيا تنظيمي ادارې (پيمرا) د تحريک انصاف د مشر عمران خان د وينا په ژوندۍ خپرونه بنديز لګولی دی.
د پيمرا لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې عمران خان په مسلسله توګه د ادارو په ضد بې بنياده تورونه لګوي او په خپلو ويناو کښې نفرت خوروي، عمران خان په مسلسله توګه په خپلو ويناو کښې د ادارو او افسرانو خلاف اشتعال دے.
بيان کښي ايف نائن پارک کښي د عمران خان وينا ته په اشارې سره وئيلي شوي دي چي عمران خان د عوامو امن ګډوډ کوي، د عمران خان وينا د آئين د آرټيکل 19 خلاف ورزي ده۔
د پيمرا بيان ترمخه د عمران خان نفرت لرونکې وينا د سوموټو کيس کښې د سپريم کورټ د فيصلې خلاف ده، د عمران خان د ويناو مواد هم د لاهور هائي کورټ د فيصلې خلاف دے.
بيان کې وئيل شوي چې دعمران خان ويناوې دپيمرا دقوانينو څخه ښکاره سرغړونه ده، اوس به يواځې دعمران خان ريکارډ شوې ويناوې نشريږي، دعمران خان ريکارډ شوې ويناوې به په موثره څارنه اؤ ادارتي کنټرول سره نشريږي.
د پيمرا اعلاميه کښې وئيلي شوي دي چې د پيمرا د لارښوونو خلاف ورزي کونکو ادارو خلاف به کاروائي کولے شي۔
ياده دې وي چې تيره ورځ په ايف نائن پارک کښې يوې جلسې ته د وينا په وخت د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د وفاقي پلازمينې زنانه مجسټرېټ ته ګواښ کړے وو او د آئي جي او ډي آئي جي اسلام آباد په ضد ئې د مقدمې درج کولو اعلان کړې وو۔
نور خبرونه
پاکستان کښې د اتحادي ګوندونو مشرانو پخواني وزیراعظم عمران خان د ادارو په ضد بیان په کلکه غندلې دې