پاکستان کښې د اتحادي ګوندونو مشرانو پخواني وزیراعظم عمران خان د ادارو په ضد بیان په کلکه غندلې دې

0
228

باغی ټي وي رپورټ
په حکومتي ایتلاف کې شاملو ګوندونو په یوه ګډه اعلامیه کې په اسلام اباد کې د عمران خان وینا په کلکه غندلې ده.

د حکومتي اتحاد لخوا په يو ګډ بيان کې ويل شوي چې ايف نائن پارک اسلام اباد کې د عمران خان د وينا سخته غندنه کوي، د تحريک انصاف چيئرمېن د يوې زنانه مجسټرېټ، آئي جي او ډي جي آئي پوليس په نومونو ورته ګواښ کړی او اسلام آباد ته په خطاب سره يې د وېرولو کوشش کړی دی.
حکومتي ايتلاف وايي چې دا ګواښونه ښکاره غداري او بې عدالتي ده، خيانت کوونکي د بهرنيو په ملاتړ ګوند او يو کس چې بهرنۍ مرستې ترلاسه کوي د دې ګوند مشر دى، دوى د پاکستان په پوځ کې د کودتا پلان جوړ کړى دى.

حکومتي ايتلاف غوښتنه کړې ده چې دکورنيو چارو وفاقي وزير عمران خان اؤ دهغه دملگرو په ضد دې هغوي ته گواښلو په ضد قانوني کاروائي وکړي اؤ عمران خان دې دقانون اؤ آئین پابند کړل شي.

ياده دي وي چي اسلام آباد کښي يوي جلسي ته د وينا په وخت عمران خان وئيلي دي چي آئي جي او ډي آئي جي اسلام آباد مونږ تاسو نه پريږدو مونږ به ستاسو خلاف مقدمه درج کړو۔
عمران خان زیاته کړه چې مجسټریټ زیبا چوهدري،مونږ به تاسو هم نه پریږدو، مونږ به ستاسو په ضد هم مقدمه درج کړو، مجسټریټ ته معلومه وه چې شهباز ګل باندې تشدد کړی دی خو بیا هم د هغه ریمانډ امر ورکړل شو.

دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمين عمران خان د شهباز ګل د تشدد په تور د آئي جي او ډي آئي جي اسلام آباد په ضد د مقدمې درج کولو اعلان هم کړے دے۔

اسلام اباد کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وویل چې هغه څه چې شهباز ګل ویلي، مریم، نواز شریف، زرداري او فضل الرحمان له هغه څه زیات ویلي چې شهباز ګل ویلي، د هغه لپاره نیول شوی، ځورول شوی دی. دوه ورځې یې داسې ساتل، لکه د هېواد لوی غدار چې نیول شوی وي. ددې بیان په ضد د وفاقی وزیر داخله بیان هم خپور شوې ، وزیردخله ویلي دي چې د ملکی ادارو په ضد د بیانونه خپرولو په ضد به قانوني چلند وشی ، هغه ویلي چې که په قانون عمل و نه شی نو هیواد څخه به ځنګل جوړ شي.

نور خبرونه

د فوځ په ضد هڅول انتها خوښو ا ترهګرو د ملکي ادارو او فوځ په ضد د هڅولو لامل کیدې شي، څوک چې دا کار کوي دوی سره به قانونی چلند وشی: رانا ثناالله

Leave a reply