د خیبر پښتونخوا ټیبل ټینس یو ځوان او چمتو لوبغاړې امم خواجه په نړیوالو سیالیو کښې د پاکستان نمایندګي کوي

باغی ټي وي رپورټ
ام خواجه له پاکستان څخه د جونیئر اسیا ټیبل ټینس ټیم مشري کوي. پاکستان د نړیوال ټیبل ټینس لوبغادي امم خواجه، شاه خان او عباس خان په شمول د ټیم اعلان کړې دی، دا خبره مهمه ده چې د ټولو لوبغاړو تعلق د خېبرپښتونخوا سره دی.
چیمپئن شپ به د یوم ستمبر نه تر شپږم ستمبر پوری د لاوس په وینټیان ښار کښی کیږی.
د پاکستان ټیبل ټینس فیډریشن جنرل سیکرټری اعجاز علی هزاره د يو خط په ذريعه ډي جي سپورټس خېبرپښتونخوا ته د دغه لوبغاړو د سفر خرڅ ورکولو لپاره اپیل کړي دې خو د مشرق راپور مطابق د پاکستان ټیبل ټینس ټیم ته ویل شوي دي چې پاکستان ټیبل ټینس فیډریشن سره فنډ نشته دې.
دا خبره مهمه ده چې د امم خواجه مشر رور فهد خواجه هم څو ورځې وړاندې په انګلستان کامن ویلتهه لوبو کښې هم د پاکستان نمایندګي وکړه، فهد خواجه د پاکستان ټیبل ټینس قامي لوبډلې مشر وو او په کامن ویلتهه لوبو کښې ی د ښې لوبې مظاهره وکړه.