د افغانستان بانک خپله نوې نماینده ګي د پاسپورټ ریاست پۀ دننه کې فعاله کړه

د افغانستان مرکزي بانک نن یک شنبه د اسد ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هېوادوالو ته یې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو د پروسې د اسانتیا په موخه د مرکزي دفتر په ودانۍ کې یو نمایشي دفتر جوړ کړی دی.
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي: “مخکې به هېوادوالو د بانکي لګښتونو لپاره د افغانستان بانک ته تلل او دا وخت ضایع کېده.”
(2022 / 8 / 21 تاریخ تلویزیون باغی)
راپور
د افغانستان مرکزي بانک یا د افغانستان بانک د پاسپورت ریاست په انګړ کې د خپل نوي دفتر د جوړولو اعلان وکړ.
د افغانستان مرکزي بانک نن یک شنبه د اسد ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هېوادوالو ته یې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو د پروسې د اسانتیا په موخه د مرکزي دفتر په ودانۍ کې یو نمایشي دفتر جوړ کړی دی.
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي: “مخکې به هېوادوالو د بانکي لګښتونو لپاره د افغانستان بانک ته تلل او دا وخت ضایع کېده.”
مرکزي بانک زیاته کړه چې دغه اداره ۱۵ خونې لري چې ۱۰ یې د نارینه او ۵ یې د ښځو لپاره دي. په همدې حال کې ښاریان له اوسني حکومت څخه د پاسپورټونو د اخیستو د بهیر له سستوالي شکایت کوي.