د آخري پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم سپکاوې کوونکي سلمان رشدي باندې په امریکا کښې برید شوي او سخت ټپی شوې دې

0
44

باغی ټي وي رپورټ
په امریکا کې پر سلمان رشدي د چاقو برید شوی چې له امله یې نوموړی سخت ټپي شوی دی.

د برتانوي نشراتي ادارې ډیلي میل د راپور له مخې پر سلمان رشدي د نیویارک په شوټاکوا کې هغه مهال برید وشو، چې نوموړی یوې غونډې ته د وینا کولو لپاره سټیج ته ورغی.

د راپورونو له مخې، سلمان رشدي د جمعې په سهار د CHQ22 په نوم یوې غونډې ته وینا کوله او کله چې سټیج ته راغی، یوه سړي پرې برید وکړ.
عیني شاهدانو په وینا سلمان رشدي له برید څخه سمدستي وروسته ددې ځای څخه ویستل شوي دې او بریدګر نیول شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې ملعون سلمان رشدي ته تر دې وړاندې هم د سپکاوي ليکنو له امله د مرګ ګواښونه شوي او په ۱۹۸۸ کال کې هم په دې مسله په برتانيا کې ګڼ لاريونونه شوي وو.

پاکستان د سلمان رشدي باندې د هغه د لیکلي کتاب چې د پیغمبر اسلام سپکاوي شوې،بندیز ولګاوه، په داسې حال کې چې د ایران ایت الله خمیني په ۱۹۸۹ کال کې یوه فتوی جاري کړه چې سلمان رشدي واجب القتل دې. دا خبره هم د یادونې ده چې سلمان رشید په کال ۱۹۸۸ کښې یو کتاب لیکلې چې نامه ی شیطاني آیتونه ده، په دې کتاب کښې هغه د آخري پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم سپکاوې کړې دې.
نور خبرونه

وزیرداخله د اسلام آباد پولیس د شهباز ګل د ډرایور د نیول څخه منع کړي دي

د پي ټي آیی په اړه په امریکا کښې د لابنګ لپاره د یو شرکت څخه د خدمتونو اخستلو په اړه د معاهده کولو انکشاف شوې دې

د پاکستان لوبغاړي د کامن ویلتهه نړیوال لوبو پس د ترکي په اسلامي لوبو کښې هم د سروزرو مډال وګټل

Leave a reply