وزیرداخله د اسلام آباد پولیس د شهباز ګل د ډرایور د نیول څخه منع کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د اسلام اباد د پولیسو انسپکټر جنرل (آی جی) ته د پاکستان د تحریک انصاف د مشر شهباز ګل د ډریور د نیولو لپاره په بنی ګاله کې د چاپې نه منع کړی دی.
دسرچينو ترمخه داخله وزير د سعودي عرب څخه د آئي جي اسلام آباد ډاکټر اکبر ناصر سره په ټيلي فون رابطه کړې او د شهباز ګل کيس په اړه يې تفصيلات ترلاسه کړي دي.
سرچينې وائي داخله وزير دشهباز ګل ډرائيور نيولو لپاره آئي جي اسلام اباد په بني ګالا کښط دعملياتو څخه منع کړل.
سرچينې وائي چې رانا ثناء الله د شهباز ګل د ډرائيور ميرمنې په نيولو د اسلام آباد آئي جي سره د خفګان څرګندونه هم کړې ده۔
آئي جي داخله وزير ته وئيلي دي چي ډرائيور په بني ګاله کښي دے او د ګرفتارولو لپاره د چاپې ضرورت دې۔
رانا ثناء الله وويل د تورن ډرائيور د حوالې په اړه دې د بني ګاله له اوسېدونکو څخه فيصله وشي.
د کورنیو چارو وزیر هدایت وکړ چې په بني ګاله کې د چاپې نه مخکې دې د عدم تعاون په اړه خبر راکړل شي او اجازه دې واخیستل شي، د شهباز ګل لیپ ټاپ او موبائیل فون ترلاسه کولو لپاره دې ډریور هر ډول ونیول شي.
نوموړي دغه راز لارښوونه وکړه، چې د چاپې پر مهال دې د چادر او چاردوارۍ حرمت په پام کې ونيول شي او د نيولو او د شواهدو د راټولولو پر مهال دې قانون په کلکه رعايت شي.
نور خبرونه
د اسلام آباد پولیسو په شهباز ګل باندې د تشدد کولو تورونه رد کړي دي





