د اسلام آباد پولیسو په شهباز ګل باندې د تشدد کولو تورونه رد کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد پوليسو د پي ټي آئي په مشر شهباز ګل باندې د تشدد تورونه رد کړي دي.
دپوليسو وياند لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دعدالت په حکم دډاکټرانو بورډ لخوا شهبازګل طبي معاينه شوې او دډاکټرانو د راپور له مخې دهغه په بدن دتشدد نښې نشته.
وياند وويل دپوليسو پلټنې دټولو حالاتو او شواهدو په نظر کې نيولو سره ترسره کيږي، دجسمي ريمانډ په مهال دقانون مطابق پلټنې ترسره کيږي اؤ هيڅ ډول تشدد نۀ کيږي اؤ دتحقيقاتو په مهال تورن تن دحقوقو پوره خيال ساتل کيږي
ویاند زیاته کړه چې په عکسونو کې تورن لیدل کیږي چې په بشپړ ډول روغ او له فزیکي پلوه روغ دی، نو د تورن په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه غلط پروپاګند خپریږي.
ياده دې وي چې نن د اسلام اباد په عدالت کې د مقدمې د اورېدنې پر مهال شهباز ګل د قاضي مخې ته شا ښکاره کړې وه او ادعا يې کړې وه چې په ده سخت تشدد شوی دی.
بل اړخ ته د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان هم په خپل مشر د تشدد غندنه کړې ده۔
نور خبرونه
فارن فنډنګ کیس، د پاکستان وزیرخارجه بلاول په عمران خان سختې نیوکې کړي دي
د عمران خان پخواني میرمنې ریحام خان په عمران سختې نیوکې کړي دي






