د عمران خان پخواني میرمنې ریحام خان په عمران سختې نیوکې کړي دي

باغي ټي وي رپورټ
ریحام خان له امریکايي چارواکو سره د پنجاب او خیبر پښتونخوا د اعلی وزیرانو د ملاقاتونو په اړه په خپل پخواني خاوند عمران خان سختې نیوکې کړي دي.
ریحام خان په ټویټر کې د عمران خان عکس شریکولو پر مهال ادعا کړې وه چې د تحریک انصاف مشر د امریکا له سفیر سره ویډیويي خبرې کړې دي.
ريحام په خپل ټويټ کې د پنجاب او خيبر پښتونخوا وزيراعلي له امريکايي ډيپلوماټانو سره د ليدنې انځورونه شريک کړل.
ریحام خان لیکلي چې داسې راپورونه شته چې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر هم د امریکا له سفیر سره د انتشار خان (ریحام د سخت تنقید او غصې نه عمران خان لپاره دا ټکې کارولې) سره ویډیويي خبرې کړې وې، خو د پی ټي ایی کارکوونکي او ځوانان اوس هم په دې تیرباسل کیږي چې د پی ټي ایی حکومت د امریکا تر سازش لاندې ختم کړې شو.
نور خبرونه






