داعش په کابل کښې د افغانستان د اسلامي مدرسو ډایریکټر او وتلي دیني عالم مولانا رحیم الله حقاني د وژنې پړه په غاړه اخستې ده
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پلازمینه کابل کې په دیني مدرسه کې د ځانمرګي برید پړه نړیوال تندروه سازمان داعش په غاړه اخیستې ده.
د افغانستان د مدرسو مدیر شیخ رحیم الله حقاني پرون په کابل کې په یوه مدرسه کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو.
افغان طالبانو د شیخ رحیم الله حقاني مړینه یوه لویه ضایعه بللې او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هڅه کوي معلومه کړي چې ځانمرګی څوک دی او چا دومره مهم ځای ته رسولی دی.
د بهرنيو ميډيا له مخې داعش په ټيليګرام چينل د ځانمرګي بريد ذمه واري منلې ده.
باید وویل شي، چې شیخ رحیم الله حقاني د طالبانو یو له مهمو مشرانو څخه ګڼل کیده او د داعش پر وړاندې یې سخت دریځ درلود، چې په ترڅ کې یې ۷ تنه ووژل شول.
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې پرون د افغانستان پلازمېنه کابل کې په یوه مدرسه کې ځانمرګی برید وشو چې په پایله کښې یې د افغانستان د دیني مدرسو مدیر رحیم الله حقاني اووژل شو.
افغان چارواکو تایید کړې، چې د افغانستان د مدرسو مدیر شیخ رحیم الله حقاني په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.
د راپورونو مطابق یو معذوره تن چې ځان غوښتل په هم دې مدرسه کښې د زده کوونکو په توګه داخل کړي، چاودیدونکي مواد په خپله خپه کښې پټ کړي وو او چې د مولانا رحیم الله حقاني ته رسیدلې نو ځان ته ی چاودنه ورکړه.
د بي بي سي راپور مطابق پر شیخ حقاني پخوا هم دوه وژونکي بریدونه شوي چې په کښې دې خوندي پاتې وو، پر دوی وروستی برید په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان په پېښور ښار کې پر یوې مدرسې وشو، چې شاوخوا ۷ کسان په دې برید وژل شوي وو، د هغه برید پړه هم داعش ډلې پر غاړه اخستې وه.
نور خبرونه
د کالعدم تحریک طالبان پاکستان یو مشهور کمانډر عمر خراساني په افغانستان کښې اووژل شول
د روس فوځ دعوی کړې چې یوکرین کښې ی په یوبرید کښې امریکایی توغوندې تباه کړې دې