د کالعدم تحریک طالبان پاکستان یو مشهور کمانډر عمر خراساني په افغانستان کښې اووژل شول

0
185

باغي ټي وي رپورټ
د طالبانو مهم قوماندان له خپلو ملګرو سره ووژل شو،د سرچنیو مطابق د افغانستان په پکتیکا ولایت کښې د ماین چاودنه شوې ده چرته چې د کالعدم تنظیم دا مشر په نښه شوې دې.
د سرچنیو تر مخه په چاودنه کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مهم کمانډر عبدالولي عرف عمر خالد خراساني له خپلو دریو ملګرو سره وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې دا چاودنه د برمل ولسوالۍ په سرکي کلي کښې شوې ده.
سرچينو ترمخه په وژل شوؤ کې دعمر خالد خراساني ترڅنګ د کالعدم تنظيم دوه نور کمانډران حافظ دولت او کمانډر مفتي حسن هم شامل دي.د ټي ټي پي منابعو د عمر خالد خراساني او دوو قومندانانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

سرچينه زياتوي، چې د ټي ټي پي درې واړه قوماندانان د افغانستان د پکتيکا ولايت په برمل سيمه کې په موټر کې روان وو، چې موټر يې پر ماين وربرابر شو.دسرچينو له مخې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان درې واړه قوماندانان دافغانستان په کونړ ولايت کې مېشت وو او د خبرو اترو لپاره برمل ته تللی وو.
د سرچنیو مطابق عمر خالد خراساني د ټي ټي پي له لوړ پوړو قوماندانانو څخه ګڼل کېدل او دا خبره هم د یادونې ده چې عمر خالد خراساني په کابل کښې د سولې په وروستیو خبرو کښې ګډون هم کړی وو.
نور خبرونه هم اوګورې

شمالي وزیرستان کښې ځانمرګي برید شوي دې، درې امنیتي ځواک اهلکار ژوند له لاسه ورکړې دې

Leave a reply