میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې (WFP) خوراکي توکي ویشلي دي 

0
188

میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې (WFP) خوراکي توکي ویشلي دي 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له لورې او د نېکډو همکارې مؤسسې په همکارۍ د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ پر ١٣٢٣ اړمنو کورنیو څلور قلمه خوراکي توکي وویشل شول.

 

(2022 / 8 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له لورې او د نېکډو همکارې مؤسسې په همکارۍ د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ پر ١٣٢٣ اړمنو کورنیو څلور قلمه خوراکي توکي وویشل شول.

په یادو خوراکي توکو کې ٥٠ کیلو ګرامه اوړه، ٥ ليتره اوبلن غوړي، ٦.٢٦ کیلو ګرامه دال او 0.5 کیلو ګرامه مالګه شامل دي.
د یادو مرستو د ویش په اړه د میدان وردګو ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس الحاج مولوي وحیدالله راشد وایي، چې له دوی سره د یادو بنسټونو د همغږۍ له مخې د یادې ولسوالۍ په ګن شمېر سیمو کې د یادو مرستو د لس سلنې په بدل کې بیلابیل د بیارغونې او پاکارۍ چارې هم ترسره شوي دي، چې ورسره د لنډمهالې کاري زمینو برابرولو تر څنګ له دې لارې د ریښتیني بیوزلو او اړمنو کورنیو او کسانو پیداکول اسانه او لوی هدف دی.

Leave a reply