د پاکستان فوځ سرلښکر قمر جاوید باجوه په انګلستان کښې په پاسنګ آوټ پیریډ کښې برخه اخستې، نوي فارغ شوي ځوانانو ته ی مبارکي ورکړې

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د لندن رائل ملټري اکېډمۍ دوره وکړه او د پاسنګ آوټ پرېډ يې معاينه وکړه.
د پوځ سرلښکر د برتانيې په سنډهرسټ رائل ملټري اکاډمۍ کې د 213 منظم کميشننګ کورس د پاسنګ آوټ پريډ معاينه وکړه. په دې موقع جنرال قمر جاوېد باجوه د بېلا بېلو كډټونو سره هم خبرې وكړې او د هغوي د جذبې ستائنه يې وكړه۔
د شاهي پوځي اکاډمۍ په ۲۱۳ منظم کورس کې د ۲۶ هېوادونو ۴۱ کیډټس هم برخه اخیستې وه، د پاکستان د پوځي اکاډمۍ کاکول محمد عبدالله او کیډټ مجتبی هم په پاسنګ آوټ پریډ کې برخه لري.
په دي موقع جنرل قمر جاويد باجوه اوويل چي د برټانوي کيډټس نه علاوه 41 بهرني کيډټ هم ددې ادارې څخه فارغ شول، د پاکستان فوځ سرلښکر قمر جاوید باجوه په پاسنګ اوټ پیریډ کښې برخه اخستونکو ټولو کيډټانو ته مبارکي ورکړه او ددوی ښه خدمت او کارکردګي ی وستایله.
نور خبرونه
د اسلام آباد پولیسو په شهباز ګل باندې د تشدد کولو تورونه رد کړي دي
د فوځ په ضد د بغاوت په مقدمه کښې نیول شوي د شهبازګل په ضد کورټ مارشل کیس چلولو په اړه غور روان دې





