د پاکستان لوبغاړي د کامن ویلتهه نړیوال لوبو پس د ترکي په اسلامي لوبو کښې هم د سروزرو مډال وګټل

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د اسلام پیوستون په لوبو کې لومړی د سرو زرو مډال وګاټه.

ارشد ندیم د ژیولین وهلو په سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه ارشد ندیم د 88.55 په لوبو کې ریکارډ وهلو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

دا د ارشد ندیم څلورم نړیوال د سرو زرو مډال دی. تر دې وړاندې پاکستاني لوبغاړي په کامن ویلتھ لوبو او جنوبي اسیا لوبو کې هم د سرو زرو مډالونه ګټلي وو.

تیر کال هم ارشد په ایران کې د امام رضا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی و.
ارشد ندیم د اسلامي پیوستون په لوبو کې له پیل څخه د ترکي په کونیا ښار کې لومړی مقام خپل کړ.

نوموړي په لومړي پړاو کې د ۷۹.۴۰ ګول وهلو وروسته په دویم پړاو کې ۸۸.۵۵ تهرو اوویشته چې په اسلامي لوبو کښې د تهرو تر ټولو لوړ ریکارډ دی. دا د هغه د ټولو غوره تهرو وه.

په راتلونکو دريو سياليو کې يې ٧٥،٥٠،٨٢،٤٠ او ٨٣.٣٣ تهرو وکړې، خو له ارشد څخه کوم بل ورزشکار ونه توانېد، نو په دغو سياليو کې يې د سرو زرو مډال وګاټه.

هغه د یکشنبې په ورځ د کامن ویلت په لوبو کې د سرو زرو مډال هم وګاټه. ارشد ندیم تېر کال په امام رضا کپ کې هم د سرو زرو مډال ګټلی و، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹ کال سویلي اسیا سیالیو کې یې هم د سرو زرو مډال ګټلی وو.