که شهباز ګل څخه غلطي شوي وی نو غلطي سمیدې او صحیح کیدې هم شی: د پنجاب داخله چارو وزیر

0
85

باغي ټي وي رپورټ
پنجاب داخله وزير هاشم ډوګر په نيشنل هاکي سټيډيم کښې ميډيا سره خبرو کښې وئيلي دي چې دا مهال د لوبو په میدان کښې هيڅ ټرف نشته ،هغه اوویل چې د نوې ټرف منظوري ورکړې شوې ده۔

هاشم ډوګر وويل، چې ډېر زر به دلته نوې ټرف واچول شي، زمونږ موخه انتقام او بدله اخيستل نه دي، له حدودو څخه د تېرېدو پر ضد به اقدام کېږي.

هاشم ډوګر وویل چې له پوستو د افسرانو لرې کول هم یوه سزا ده.
د پنجاب د کورنیو چارو وزیر هاشم ډوګر وویل چې که شهباز ګل څخه کومه تېروتنه شوي وي نو تېروتنې سمې کیدې هم شی.

ياده دې وي چې تحريک انصاف د اګست په 13مه نيټه په نېشنل هاکي سټيډيم کښې د جلسې اعلان کړې دې او انتظاميې د دغه اعلان نه پس د سټيډيم ټرف لرې کړې دې د کوم په اړه چې مسلم ليګ نون وئيلي دي چې دا کار د تحریک انصاف د جلسې لپاره د نېشنل هاکي سټېډيم په ضد اخستل شوې دې۔

د وزيراعظم خاص مرستيال عطاء تارړ وئيلي دي چې د پنجاب هاکي سټيډيم د قوم په ټیکسونو جوړ شوے، د پي ټي آئي جلسې لپاره د کروړونو روپو ټرف ختم کړے شوے دے، د هاکي سټيډيم د ټرف ختمولو لپاره د نيب مقدمه جوړه شوې ده او زه دغه ټرف له مینځه وړلو په ضد هایی کورټ ته هم ځم.

نور خبرونه

په ټولو ګوندونومشرانو لازم ده چې د ملکي ادارو درناوې وکړي: خواجه آصف

شهباز ګل د فوځ په ضد د بیان ورکول اعتراف کړې دې

وزیراعظم شهباز شریف په لنډ وخت پس مهمه شخصیتونو سره لیدنه وکړي

Leave a reply