په ټولو ګوندونومشرانو لازم ده چې د ملکي ادارو درناوې وکړي: خواجه آصف

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، د ملي امنیت د ادارو درناوی د ټولو سیاسي ګوندونو پر مشرانو لازم دی.

اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې ددفاع وزير خواجه محمد اصف وئيلي دي دهغو ادارو احترام کول چې دقومي سلامتۍ ضمانت کوي په هر چا لازم دي.

ده ووئيل د ادارو احترام د ټولو سياسي ګوندونو په مشرانو باندې د عمل وړ دے٬ سياستوال دې د پاكستان د پوځ پشمول د معتبرو ادارو حرمت په نظر كښې وساتي او د بل وخت لپاره دې د جنګ نه بچ كړي۔
خواجه اصف زیاته کړې، چې د مشرف د حکومت له ختمېدو او رول بیک څخه ډېر وخت تېر شوی، سیاستوال دې دا جګړه په خپلو حدودو کې وساتي، دوی دې دا جګړه د بل چا حد ته نه غورځوي.

هغه وويل چې دعا کوي چې حالات سم شي، ځکه چې ګډوډي د هرچا لپاره ستونزې جوړوي، په هېواد کې بايد سياسي ثبات رامنځته شي ترڅو اقتصادي ثبات هم راشي.

د شهباز ګل د نيولو په غبرګون کې د دفاع وزير وويل چې د قانون له مخې به له سرغړونکو سره چلند کوي، اورېدلي مې دي چې شهباز ګل پرون ويلي وو چې پوځ زما ژوند دی، که هغه داسې ويلي وي، نو دا ډیره ښه خبره ده.
نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف په لنډ وخت پس مهمه شخصیتونو سره لیدنه وکړي

په شهباز ګل تشدد نه دې شوې او هغه کومه بیماري هم نه لري: میډیکل رپورټ

Leave a reply