په شهباز ګل تشدد نه دې شوې او هغه کومه بیماري هم نه لري: میډیکل رپورټ

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي پوليسو د پي ټي آئي مشر شهباز ګل طبي معاينه کړي ده۔
د پوليس ذرائعو ترمخه د شهباز ګل ميډيکل پمز هسپتال کښي دري کسيزه بورډ ترسره کړے وو چي رپورټ ئي ميډيکل بورډ ته ترلاسه کړے دے۔
دپوليسو سرچينې وائي چې ميډيکل رپورټ کې شهباز گل باندې تشدد نۀ دى شوى اؤ هغه په مکمله توگه روغ دى.
د طبي رپورټ له مخې شهباز ګل په کوم مرض نه دی اخته.
پولیس وايي د شهباز ګل وکیل د پولیسو په توقیف کې د تشدد تور لګولی و چې له امله یې د ملزم طبي معاینات ترسره شوي او راپور به یې د جمعې په ورځ عدالت ته وړاندې شي.
ياده دي وي چي د پي ټي آئي مشر شهباز ګل د بني ګاله چوک نه ګرفتار کړے شوے وو او په ضد ئي د اسلام آباد کوهسار پوليس سټيشن کښي لس جدي مقدمي درج کړي شوي دي چي پکښي د ادارو په ضد پارونکي بيانونه کول او د مشرانو خلاف بغاوت ته هڅول شامل دي۔تيره ورځ د اسلام آباد ډيوټي مجسټريټ شهباز ګل په دوه ورځو جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړے دے۔
نور خبرونه
د شهباز ګل موبایل ترلاسه کولو لپاره د د اسلام آباد پولیسو د هغه د ډرایور په کور چاپه وهلې ده
د پاکستان تحریک انصاف مشر د غدارۍ د مقدمي پلټنو لپاره د مهمو افسرانو یو ټیم جوړ شوې دې
هغه څه چې شهباز ګل کړي دي، نو دا هم د حکومت سازش دې که؟ قمر زمان کایره






