د شهباز ګل موبایل ترلاسه کولو لپاره د د اسلام آباد پولیسو د هغه د ډرایور په کور چاپه وهلې ده

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد پولیسو د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر شهباز ګل د موټر چلوونکي اظهر پر کور چاپه وهلې چې د هغه تلیفون یې ترلاسه کړی دی.
د وفاقي پلازمېنې پوليس ترمخه د شهباز ګل د ټليفون د ترلاسه کولو لپاره د ډرائيور اظهر په کور چاپه وهلې شوه خو هغه تښتېدلی دی.
پوليس وائي چي دپلټني په مهال دډرائيور ښځه او ورور نيولي شوي دي ولي دښځي او دهغي ورور په ضد په ابپاره پوليس سټيشن کښي په ګاډي کښي مداخلت کولو مقدمه درج کړے شوي ده۔
د ایف آی آر د متن له مخې، قضیه کې ښځه او د هغې ورور په پولیسو د برید کولو او د یونیفورم د ټوټې کولو تور لګول شوی دی.
په متن کې راغلي، چې شهبازګل د پلټنو پر مهال د موټر چلوونکي د موبايل د نيولو خبره څرګنده کړې وه.د اسلام اباد پوليس لخوا په سوشل ميډيا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د شهباز ګل د ډرائيور په کور د چاپې او نيولو عمل قانوني دی ، د ډرائيور کورنۍ په حکومتي موټر کې مزاحمت کړی خو اسلام اباد پوليسو په دې اړوند ټول ثبوتونه ترلاسه کړي دي او شواهد راټولوي.
بيان کې وئيل شوي چې چرته چې دقانوني کارروايۍ ضرورت وي نو پوليس به خپل کار کوي، دکيس دائره دې داسلام اباد نه علاوه نورو صوبو ته هم وغځول شي، کوم کسان چې د ثبوتونو په پټولو يا د ثبوتونو په ړنګولو کې لاس لري دهغوي په ضد به قانوني کاروائي کولى شي، پولیسو غوښتنه وکړه چې جعلي خبرونو ته دې پام ونه کړي.
………………..
جہاں کہیں بھی قانونی کاروائی کی ضرورت پڑی پولیس اپنا کام کرے گی۔کیس کا دائرہ کار اسلام آباد کے علاوہ دیگر صوبوں تک بھی پھیلایا جاسکتا ہے۔جو لوگ ثبوت چھپانے یا شواہد مٹانے میں ملوث پائے گئے ان کے خلاف قانونی کارروائی کی جائے گی۔عوام سے گزارش ہے کہ جھوٹی خبروں پر دھیان نہ دیں۔ 2/3
— Islamabad Police (@ICT_Police) August 11, 2022
………………….
نور خبرونه
هغه څه چې شهباز ګل کړي دي، نو دا هم د حکومت سازش دې که؟ قمر زمان کایره
د جنګ پر ضد غلط بیان خپرول، عدالت د اې آر وایی چینل مشر او اینکر د نیولو وارنټ جاري کړې دې






