عمران خان د خپل ټرولز(په سوشل میډیا بغاوت پیغام خپرول) په ذریعه د پاک فوځ په ضد کمپاین چلولې: وفاقی وزیراطلاعات

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان په سوشل ميډيا د خپلو ټرولز له لارې د پاکستان پوځ په ضد شرمناک کمپاين چلولی دی.
مريم اورنګزېب په خپل يو بيان کې ويلي چې د هيلي کاپټر له پېښې وروسته په سوشل ميډيا د پاکستاني پوځ پرضد کمپاين پيل شو، عمران خان په سوشل ميډيا د خپلو ټرولز له لارې د شرم وړ کمپاين پيل کړ.
هغه وويل، چې په ټي وي باندې د عمران خان د چيف آف سټاف بيپر ١٥ دقيقې غږېدلى و، پرون عمران خان د دروغو په خوله خوله وهلې وه.
مريم اورنګزېب وويل عمران خان د پنځو کالو لپاره جعلي حلف نامې جمع کړې، ايف آئي اے پلټنې کوي چې بهرنۍ فنډ چرته استعمال شو.
هغې وويل پرون عمران خان ټي وي ته ناست وؤ او وضاحتونه ورکوي، هغه دا هم وويل چې له ليزا سي څخه څومره پيسې اخستل شوي او ولې يې اخستل شوي، هغه دا هم وويل چې چرن جيت سينګهه او ورشا لوترا ورله فنډ ولې ورکړو؟
دبهرنيو کمپنيو څخه پيسې چې اخستل شوي چرته مصرف شوي دي؟
هغې وويل، که د بهرنيو مرستو پيسې ضبط شي، په هېواد کې د ګډوډۍ او ګډوډۍ هڅه کېږي، دا ګډوډي هم د همدې بهرني فنډنګ د پلان برخه ده.
د مسلم ليګ نون مشرې اوویل چې نوازشريف هيواد اتومي طاقت جوړ کړو، نواز شریف ملکی ادارو ته اوویل چې تاسو د آیین او قانون په حدونو کښې کار وکړي، وفاقی وزیرې اوویل چې عمران خان خو نیوټرل ته ځناور اوویل .
مريم اورنګزېب وويل نوازشريف دپاکستان جوړونکو څخه يو دى، تاسو داسپيکر اؤ ډپټي سپيکر اساسي قانون تر پښو لاندې کړى. وزیراطلاعات اوویل چې کله دې تاسو غلا ونيول شوه نو وس هم تاسو غلا ناست ی او تورونه لګوې.
…………………
نور خبرونه
د جنګ پر ضد غلط بیان خپرول، عدالت د اې آر وایی چینل مشر او اینکر د نیولو وارنټ جاري کړې دې
د هسپانیې حکومت سلګونه افغان اتباع له پاکستانه خپل هېواد ته لېږدولي دي






