د هسپانیې حکومت سلګونه افغان اتباع له پاکستانه خپل هېواد ته لېږدولي دي

0
97

د هسپانیې حکومت سلګونه افغان اتباع له پاکستانه خپل هېواد ته لېږدولي دي

د نورو لويديځو هېوادونو په څېر، د تېر کال په اګست مياشت کې افغانستان کې د ا.ا لۀ بيا واکمنېدو وروسته هسپانيا هم د ډېرو هغو افغانانو د ويستلو اقدام وکړ چې له هسپانوي پوځيانو او ډيپلوماټانو سره يې کار کاوه.

(2022 / 8 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

درې سوه افغان اتباع او د هغوی د کورنۍ غړي د چهارشنبې په ورځ (د اسد ۱۰مه) له پاکستان څخه هسپانیا ته انتقال شول.

دغه شمېر افغانانو په افغانستان کې د ناټو تر ماموریت لاندې د هسپانیا له حکومت سره کار کاوه.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر جوز مانویل الباریز له دغو افغان مهاجرینو سره د مادرید په توریجان دیاردوز اډه کې وکتل.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې حکومت به له دغو کډوالو سره په ټولنه کې د ادغام لپاره کار وکړي ځکه چې دوی اوس تازه لۀ افغانستان نه یاد هېواد ته لېږدول شوي دي.

اړوند موضوعات: 

امریکا د افغان کډوالو لپاره د ویزو د ورکړې لړۍ چټکه کړې ده   

Leave a reply