امریکا د افغان کډوالو لپاره د ویزو د ورکړې لړۍ چټکه کړې ده   

0
148

امریکا د افغان کډوالو لپاره د ویزو د ورکړې لړۍ چټکه کړې ده 

راپور کاږي، بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د هغو کسانو خوندیتوب او په امریکا کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیک ضرور مني چې ډاډه شي پناه غوښتونکي د امریکا لپاره په افغانستان کې کار کړی دی او د امریکا ملي امنیت ته خطر نه دی.

 

(2022 / 6 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد کې د مېشتېدو په موخه د کډوالۍ د ځانګړو ویزو لپاره د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي دي.

وي او اې انګلیسي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له ډسمبر میاشتې نه راپدیخوا د ۱۳۰۰ افغانانو د ایس ای وي کېسونه رد شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت د دې کېسونو د ردېدو لامل د اړینو لاسوندونو نه درلودل په ډاګه کړي دي.

راپور کاږي، بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د هغو کسانو خوندیتوب او په امریکا کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیک ضرور مني چې ډاډه شي پناه غوښتونکي د امریکا لپاره په افغانستان کې کار کړی دی او د امریکا ملي امنیت ته خطر نه دی.

د یادونې ده چې امریکا د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې ۱۷۸۰۰ کسانو ته ایس ای وي ویزې ورکړې دي او اوسمهال د همدې ویزو لپاره د نږدې ۵۰۰۰۰ غوښتنلیکونو کتنه کوي.

Leave a reply