وزیراعظم شهباز شریف په لنډ وخت پس مهمه شخصیتونو سره لیدنه وکړي

0
194

باغی ټي وي رپورټ
تمه ده چې لومړی وزیر شهباز شریف به د راتلونکې میاشتې په نیمایي کې د روسیې، چین او ایران د ولسمشرانو او همدارنګه د هند د سیال نریندرا مودي په ګډون د مهمو هېوادونو له مشرانو سره رسمي او ټاکل شوې غونډې ولري.

دغه ملاقاتونه او تماسونه به د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د سپټمبر په ۱۵ او ۱۶ د مسلمانانو په تاریخي او کلتوري مرکز سمرقند کې جوړېږي او دلته به ترسره شي.
په وفاقي پلازمينه کې ديپلوماتيکو سرچينو پخلى کړى دى چې دغه پريکړې د جولائي په ٢٨مه نيټه د تنظيم د خارجه وزيرانو په غونډه کې شوې چې پکې د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري هم برخه اخستې وه، په دغه باور د ټولو غړو هيوادونو د مشرانو وينا وه چې دا هیوادونه به د سازمان په سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړي.

Leave a reply