شهباز ګل د فوځ په ضد د بیان ورکول اعتراف کړې دې

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر او د پي ټي آئي چيرمين عمران خان چیف آف سټاف شهباز ګل د پوښتنو پر مهال پوليسو ته د پاکستان د پوځ په اړه بيان ورکولو اعتراف کړی دی.

دسرچينو ترمخه شهباز گل دتحقيقاتو په مهال دپوځ په اړه بيان ورکولو اعتراف کړى دى.

پوليس ته په ورکړل شوي بيان کې شهباز ګل وويل زما په نظر دا بيان ما د پارټۍ د پاليسۍ نه بهر نه دی ورکړی، بيان د سوچه وو.
ياده دي وي چي تيره ورځ پوليس شهباز ګل په اسلام آباد کښي د بغاوت په مقدمه کښي نيولي وو۔

د ښار مجسټریټ په شکایت د شهباز ګل خلاف د اسلام آباد کوهسار پولیس سټیشن کښې د غدارۍ مقدمه درج کړې شوې ده.

ايف آئي آر کښې وئيلي شوي دي چې د دې بيان او وينا مقصد په خلقو کښې د فوځ خلاف نفرت او سازش پارول وو، شهباز ګل په ملک کښې د ګډوډۍ او د پوځ کمزوري کولو او تقسيمولو بيان ورکړو.

د ایف آی آر د متن له مخې شهباز ګل د پاکستان سالمیت ته د زیان رسولو لپاره بیان ورکړی او د ملک ضد ایجنډا پوره کولو په مهال یې مجرمانه سازش کړی دی.
نور خبرونه

د شهباز ګل موبایل ترلاسه کولو لپاره د د اسلام آباد پولیسو د هغه د ډرایور په کور چاپه وهلې ده

په ټولو ګوندونومشرانو لازم ده چې د ملکي ادارو درناوې وکړي: خواجه آصف

Leave a reply