د پاکستان تحریک انصاف غړیو په بنی ګاله کښې د خبریالانو کیمرې ماتې کړي او په دوی ی تشدد هم کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف کارکنانو د عمران خان د استوګنې په بني ګاله کښې د خبريالانو سره بد چلند او تشدد کړے دے.
د پي ټي آئي مشر فيصل جاويد ميډيا سره خبرو کښې د پي ټي آئي يو کارکن کمره مين ی په مخ اووهل۔
د پي ټي آئي کارکنانو خبریالانو ته ګواښونه شروع کړل او ناوړه ژبه یې هم ددوی په ضد کاروله. د پي ټي آئي يو کارکونکي د يو شخصي چينل کیمر او غورځولي چي له وجي ئي کیمرې ته زیان هم رسیدلې دې.
دا خبره مهمه ده چې نن شهباز ګل، د پاکستان تحریک انصاف یو مشر او د عمران پخوانې مرستیال په اسلام آباد کښې ونیول شول، عمران خان تور لګولې چې شهباز نیول شوې نه دې او تښتول شوې دې. د شهباز ګل په ضد د ملکي ادارو په ضد د کرکه خپرلو او د بغاوت مقدمې درج کړې شوي دي.
نور خبرونه
پی ټي آیی پریکړه کړې چې د شهباز ګل د نیولو په اړه د اسلام آباد هایی کورټ ته ځي
د عمران خان په مشرۍ کښې سازش جوړ شو، یو شخصي ټي وي هم په دې سازش کښې شامل شو
شهباز ګل په ضد د اسلام آباد په کوهسار تهانه کښې مقدمه درج شوې ده