شهباز ګل په ضد د اسلام آباد په کوهسار تهانه کښې مقدمه درج شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف د مشر شهباز ګل په ضد د کوهسار پولیس سټیشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده.
د اسلام آباد پوليسو شهباز ګل د بني ګاله نه نيولې دې۔ دسرچينو ترمخه په کوهسار پوليس سټيشن کې د شهباز ګل په ضد مقدمه درج شوې ده.
سرچينې وائي د شهباز ګل په ضد د غدارۍ مقدمه درج شوې ده. سرچينې زياتوي چې د شهباز ګل په ضد د سيکشن 124 اے، 505 او نورو شقونو لاندې مقدمه درج شوې، مقدمه د ضلعي انتظاميې په شکايت درج شوې ده.
دسرچينو له مخې په مقدمه کې په شهباز ګل د ګډوډۍ خپرولو، د کريسټ په ضد د خلکو د هڅولو او نورو جدي تورونه لګول شوي دي.
ياده دې وي چې شهباز ګل تيره ورځ په يو شخصي ټي وي سره د پاکستان پوځ د بغاوت په اړه کرکه او نفرت ډکې خبرې کړې وې۔ د دې تر څنګ شهباز ګل له خبریالانو سره هم ناوړه چلند کړی، شهباز ګل د سیاستوالو پر ضد هم ناړه او سپکو خبرو او شخصي بریدونو پر مهال بیوروکراټانو ته هم ګواښونه کړي دي.
نور خبرونه
پیمرا د پاکستان ټی وی چینلز ته لارښوونه کړې چې د غلطې پروپیګنډې خپرول څخه ډډه وکړي
مونس الهي د عمران خان د استوګنې ځای بني ګاله د امنیت لپاره زیات پولیس استولي دي





