پیمرا د پاکستان ټی وی چینلز ته لارښوونه کړې چې د غلطې پروپیګنډې خپرول څخه ډډه وکړي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان اليکټرانک ميډيا ريګوليټري اتهارټي (پيمرا) ټولو ټي وي چينلونو ته هدايات جاري کړي چې د رياستي ادارو په ضد د غلط پروپيګنډې نه ډډه وکړي.
په يو بيان کې پيمرا وئيلي دي چې ليدل شوي دي چې يو شمير ټي وي چينلونه د رياستي ادارو په ضد غلط معلومات خپروي، په يو شمير ټي وي چينلونو کې اينکران او شنونکي غلط معلومات خپروي، په دغه چينلونو کې دا ډول رجحانات د رياستي ادارو په ضد د منظم پروپيګنډې برخه ده.
پيمرا وايي د دغه ډول مواد نشرول د پيمرا د 2015 د ضابطه اخلاق خلاف ورزي ده، دغه ډول مواد نشرول د لوړو محکمو د مقرراتو خلاف ورزي هم ده.
د پيمرا په وينا، د بيان ازادي د اساسي قانون د ۱۹مې مادې له مخې د هر وګړي اساسي حق دی.
نور خبرونه