مونس الهي د عمران خان د استوګنې ځای بني ګاله د امنیت لپاره زیات پولیس استولي دي

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ق) مشر او پخواني وفاقي وزير مونس الهي په بني ګاله کې د پخواني وزيراعظم عمران خان د کور حفاظت لپاره د پنجاب پوليس لېږلو اعلان کړی دی.
د اسلام اباد پولیسو د تحریک انصاف مشر شهباز ګل د غدارۍ په قضیه کې نیولی دی. مونس تر نیول کېدو وروسته په خپل ټوېټ کې ویلي، چې د بني ګاله پر لور د پرمختګ غږ اورېدل شوی، د امنیت لپاره د پنجاب پولیس لېږل کېږي.
ده ووئيل عمران خان ته د زيان رسولو د هرې هڅې مخه به نيولې شي، عمران خان ته د رسېدو لپاره بايد د پنجاب د ولس او د پنجاب حكومت له لارې تېر شي.
مونس الهي وويل دعمران خان خلاف هر ډول سازش به شنډه کړو، عمران خان دپاکستان غږ دى اؤ خلک ورسره دي.
د بله پلوه د اسلام اباد د پولیسو په وینا د عمران خان د امنیت لپاره د اسلام اباد د پولیسو ۷۶ تنه سرتیري ګمارل شوي دي.
Heard about some movement towards banigala. We are sending punjab police for protection .
— Moonis Elahi (@MoonisElahi6) August 9, 2022
>>>>>>
نور خبرونه
د شهباز ګل د نیولو په اړه د عمران خان غبرګون مخې ته راغلې دې
مړ به شم خو ددې وخت یزید بیعت کولو ته به تیار نه شم: شهباز ګل






