مړ به شم خو ددې وخت یزید بیعت کولو ته به تیار نه شم: شهباز ګل
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر شهباز ګل وايي، چې مړ به شي خو د یزید سره به بیعت نه کوي.
د شهباز ګل له نیول کېدو وروسته په خپل ټویټر اکاونټ یو پیغام کې ویل شوي چې فاشیست وارد شوی رژیم د اپوزیسیون په مشرانو فشارونو راوړلو لپاره د فاشیزم نوي ریکارډونه جوړوي.
شهباز ګل په ټوېټر اکاونټ کې زیاته کړې چې دا ټول یوازې د فشار اچولو لپاره کېږي خو دوی به په دې هڅو کښې ناکامېږي.نوموړي په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې حسیني دي او په حقه ولاړ دي، مړه به شي خو له یزید سره به بیعت نه کوي.
د اسلام اباد پولیسو شهباز ګل د عمران خان کور ته پر لاره له بني ګاله چوک څخه نیولی دی.د اسلام اباد پولیس وايي، د شهباز ګل پرضد یې د ادارو پر ضد د کرکې ډک بیان ورکولو او د دوی د مشرانو پر ضد بغاوت ته د هڅولو په تور مقدمه درج کړې ده.
شهباز ګل ولې ونیول شول؟
ياده دې وي چې شهباز ګل تيره ورځ په يو شخصي ټي وي سره د پاکستان پوځ دننه د بغاوت په اړه کرکه او نفرت ډکې خبرې کړې وې۔ د دې تر څنګ شهباز ګل له خبریالانو سره هم ناوړه چلند کړی، شهباز ګل د سیاستوالو پر ضد ی هم ناوړه خبرې،ګوښونه او شخصي بریدونو سره سره ی بیوروکراټانو ته هم ګواښونه کړي دي.
حسینی ہیں اور ڈٹ کر حق کے ساتھ کھڑے ہیں
مر جائیں گے مگر یزید وقت کی بیعت نہ کرینگےڈاکٹر شہباز گل کا پیغام
— Dr. Shahbaz GiLL (@SHABAZGIL) August 9, 2022
نور خبرونه
د پاکستان تحریک انصاف مشر شهباز ګل ونیول شول، د پي ټي آیی مشرانو د ګل نیول غندلي دي