د پاکستان تحریک انصاف مشر شهباز ګل ونیول شول، د پي ټي آیی مشرانو د ګل نیول غندلي دي

0
153

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شهباز ګل په اسلام اباد کې نیول شوی دی.

پخواني وفاقي وزير او د پي ټي آئي مشر مراد سعيد د شهباز ګل د نيولو پخلی کړی دی. هغه زیاته کړه چې حکومت په ویره کې دی.
مراد سعید وویل چې د شهباز ګل د موټر د کړکیو ښیښې هم ماتې شوې او ډریور یې هم ځورولی دی.

فواد چوهدري په دې اړه ویلي چې شهباز ګل د بني ګاله چوک نه د هغو کسانو لخوا تښتول شوی چې بې نمبر پلیټونو ګاډو کې راغلي وو.
د اسلام اباد پولیس وايي د شهباز ګل پر ضد ی د ادارو خلاف د بیان ورکولو او خلکو ته د هڅولو په تور د خیانت مقدمه درج شوې ده.

د پولیس وینا ده چې شهبازګل خلاف مقدمه کښې د ادارو او د هغوی د مشرانو خلاف د اشتعال پشمول نورې دفعاتونه هم شامل کړی شوي دي.

ياده دې وي چې شهباز ګل تيره ورځ په يو شخصي ټي وي سره د پاکستان پوځ د بغاوت په اړه کرکه او نفرت ډکې خبرې کړې وې۔ د دې تر څنګ شهباز ګل له خبریالانو سره هم ناوړه چلند کړی، شهباز ګل د سیاستوالو پر ضد د فحشا او شخصي بریدونو پر مهال بیوروکراټانو ته هم ګواښونه کړي دي.

Leave a reply