د شهباز ګل د نیولو په اړه د عمران خان غبرګون مخې ته راغلې دې

0
162

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف د مشر شهباز ګل په نيولو د پارټۍ چيئرمېن عمران خان غبرګون هم مخې ته راغلی دی.

په ټولنيزه ميډيا خپل يو بيان کې عمران خان يوه ويډيو شريکه کړې او پکې يې ليکلي چې شهباز ګل نيول شوی نه دې بلکه هغه تښتول شوی دی.

د پي ټي آئي مشر شهباز ګل په اسلام آباد کښې ګرفتار کړے شوے او د غدارۍ مقدمه درج شوې ده
عمران خان لیکلي، چې ایا په ډیموکراسۍ کې دا ډول شرمناکه کارونه کیدای شي؟ سیاسي کارکونکو سره د دښمنانو په توګه چلند کیږي.

د تحريک انصاف چيئرمېن ليکلي چې دا ټول د دې لپاره کېږي چې مونږ دا حکومت ومنو.عمران خان په ټویټ کښې لیکلي دي چې دا یو اختطاف دې، اغوا کول دي او دا نیول نه دي.
عمران خان په ټویټ کښې لیکي چې دا یو اختطاف دی نه نیول. ایا دا ډول شرمناکه کړنې کومه ډیموکراسۍ کې ترسره کیدی شي؟ سیاسي کارکونکي د دښمنانو په څیر چلند کوي. او ټول دې ته اړ کړو چې د بهرنیانو په ملاتړ د غلو حکومت ومني.
نور خبرونه هم اوګورې

مړ به شم خو ددې وخت یزید بیعت کولو ته به تیار نه شم: شهباز ګل

د پاکستان تحریک انصاف مشر شهباز ګل ونیول شول، د پي ټي آیی مشرانو د ګل نیول غندلي دي

Leave a reply