پی ټي آیی پریکړه کړې چې د شهباز ګل د نیولو په اړه د اسلام آباد هایی کورټ ته ځي

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف د شهباز ګل د نیولو په ضد د اسلام آباد هائی کورټ ته د رجوع کولو فیصله کړې ده.
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې د پي ټي آئي د قانوني ټيم غړي فيصل چوهدري وئيلي دي چې مونږ په فوري توګه اسلام آباد هائي کورټ ته ځو، شهباز ګل د پينځوؤ مختلفو پوليس سټيشنو ته تللو باوجود هم نه دې موندلې شوې او دوی ته ی هم هیڅ نه دي ویلي.
فيصل چوهدري وويل که د چا په ضد ايف آئي آر درج کيږي نو هغه دې عام کړل شي، د شهباز ګل په مقدمه کې د حبس د پاره د درخواست دائرولو پرته بله چاره نشته.
دسرچينو له مخې دعمران خان په مشرۍ کې دپي ټي ائي دمشرانو په غونډه کې د شهباز ګل دنيولو په اړه عدالت ته دراتګ فيصله شوې ده.سرچينې وائي چې درخواست دعلي اعوان لخوا تيار شوى اؤ فيصل چوهدري به په مقدمه کې د شهباز ګل مرسته کوي.
ياده دي وي چي د اسلام آباد پوليس د پي ټي آئي مشر شهباز ګل د بغاوت په مقدمه کښي ګرفتار کړے دے۔
نور خبرونه
پیمرا د پاکستان ټی وی چینلز ته لارښوونه کړې چې د غلطې پروپیګنډې خپرول څخه ډډه وکړي
شهباز ګل په ضد د اسلام آباد په کوهسار تهانه کښې مقدمه درج شوې ده






