د عمران خان په مشرۍ کښې سازش جوړ شو، یو شخصي ټي وي هم په دې سازش کښې شامل شو

0
183

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وزير رانا ثناءالله د پاکستان تحريک انصاف د مشر شهباز ګل په ضد د مقدمې درج کولو تصديق کړے دے او وئيلي دي چې د عمران خان په صدارت کښې د سازش کيسه جوړه شوې وه او په سازش کښې يو شخصي چينل هم شامل وو۔

اسلام آباد کښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره دخبرو په مهال رانا ثناء الله وئيلي دي چې د محرم الحرام په جلوسونو کښې کومه بده پيښه نه ده رامخې ته شوې، نهم محرم پورې د شپږ زره نه زياتې مجالس ترسره شوي، استخباراتي ادارو او امنيتي ادارو ډېر اقدامات کړي دي.
د شهباز ګل د نيولو پخلی کولو سره د کورنيو چارو وزير وويل چې د يو شخصي چينل سره منظمه سازش جوړ شو او په دې کې سياسي عنصر دا وو چې دوی په توشه خانه او بهرنۍ فنډنګ قضیه کښې راګری شوي دي، او د لسبيلې د شهيدانو په ضد د دوی اصلي شکل هم راښکار شوې دې. وفاقی وزیر داخله اوویل چې دا کیسه ی د یوې توطیې د یوې برخې په توګه رامینځته کړه چې ددوی په بر ضدی د بیل شوو کیسونه څخه د خلکو پام واړوي.

نور خبرونه

صوبایی وزیرداخله ویلي دي چې د مونس الهي د بني ګاله په اړه د پولیسو ګمارلو په اړه معلومات نه لرم

د پاکستان فوځ په ضد کمپاین چلولو والا د پی ټي آیی یو بل شاهد بیان مخې ته راغلې دې، د فوځ په ضد د کمپاین په اړه ی بخښنه غوښتې ده

پیمرا د پاکستان ټی وی چینلز ته لارښوونه کړې چې د غلطې پروپیګنډې خپرول څخه ډډه وکړي

Leave a reply