د امريکا متحده ايالتونو په هکله ۲۰ جالب ټکي

0
66

ځينې په دې هېواد مئين دي او ځينې ترې کرکه لري، په هر صورت، که د دې دوو، د هرې برخې څخه واوسو نو له دې انکار نشو کولی چې د امريکې متحده ايالات د نړۍ يو غښتلی او پياوړی سوداګريز هېواد دی.

دلته غواړو تاسو ته د امريکا په هکله هغه شل جالبو او نه باوروونکو ټکو په هکله وغږېږو چې د رسمي شمېرو له مخې ثبت شوي دي. دا واقعيتونه دومره جالب او زړه راښکونکي دي چې ښايي ډېری امريکايان يې هم په هکله مالومات ونه لري.

۱- که تاسو په خپل جب کې فقط يو ۱۰ ډالری ولرئ، نو د ٪۲۵ امريکايانو څخه د ډېرو پيسو خاوندان ياست.

۲- د اپل امريکايي کمپنۍ شتمني، د امريکا د خزانه دارۍ وزارت د شتمنيو څخه لوړه ده.

۳- د هرو درې امريکايانو څخه، يو يې په چاغښت (Fat) ککړ دی.

۴- ٪۲۵ امريکايان په تناسخ ايمان لري.

۵- په اوسط ډول د يوه امريکايي مصرف د ۳۲ کينايي وګړو د مصرف سره برابر دی.

د هند د لويې وچې په اړه زړه راښکونکي مالومات

د اروپا په اړه څو جالب ټکي چې ډېری پرې نپوهېږي

۶- که څه هم په ټولې امريکې کې د سېګرټو مصرفول د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره منع کړل شوي، خو سګرټ د دوی لخوا په قانوني ډول مصرفېږي.

۷- لږ تر لږه  د امريکا ټولو ولسشمرانو، د ويريجينيا ايالت د نورو ايالاتونو په پرتله خپلو ځانونو ته غوره ګڼلی او خوښ کړی يې دی.

۸- د امريکا په پوهنتونو کې د ځينو ورزشي سياليو څخه ډېر تود هرکلی کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د دې لوبو ګډون کوونکي يوازې هغه زده کړيالان دي چې په خپلو زده کړو کې ترټولو برلاسي دي.

۹- د هرو ۸ امريکايانو څخه يو يې حتما په مک ډونالډ کې د کار کولو کاري تجربه لري.

۱۰- د مونټانا په ايالت کې د انسانان په پرتله غواګانې درې پر يو دي.

۱۱- سره له دې چې ډېری امريکايان په انګليسي ژبه خبرې کوي، خو دا هېواد رسمي ژبه نه لري.

۱۲- د امريکا د کنګرې کتابتون، نه يوازې دا چې د علمي او تاريخي مالوماتو په ټولولو او ساتلو بوخت دی، بلکې ټوېټونه هم ثبتوي او ساتي يې.

۱۳- په امريکا کې د الکولي څښاکو د بنديز په موده کې، د دولت له لوري د الکولي څښاکو په لمنځه وړلو کې په زرها امريکايان ووژل شول.

۱۴- ٪۴۰ امريکايان د مجرده ( نه واده کړل شويو ) مورګانو څخه زېږي.

۱۵- په امريکا کې د ورځې دوه ميليونه چرګان خوړل کېږي.

۱۶- په امريکا کې هره ورځ ۴۰۴ زره او ۶۸۷ متره مربع پيتزا خرڅېږي.

۱۷- په امريکا کې د ډېرې مړينې شپږم لامل طبي تېروتنې دي.

۱۸- په اوسط ‌ډول امريکايان په خپله هره دنده کې ۴  کاله او پنځه مياشتې خپل عمر تېروي.

۱۹- امريکا يو له هغه هېوادونو څخه دی چې تاسو کولی شئ د دې هېواد، په ځينو ځينو ځايونو کې يې بېرغ اوچت ووينئ.

۲۰- ٪۲۰ امريکايان په دې باور دي چې ګواکې امريکا هېڅکله هم د سپوږمۍ پر مخ پښه نه ده ايښې.

ژباړه: محمد عزيز پردېس 

Leave a reply