د هټلر د سرو زرو لاسي ساعت په يو ميليون او ۱۰۰ زره ډالر وپلورل شو

0
110

د نازي جرمني مشر اډولف هټلر د سرو زرو لاسي ساعت په يو ميليون او ۱۰۰ زره ډالره وپلورل شو.

له دې وړاندې هم د هټلر ځيني نورو وسايل په لوړو بيو پلورل شوي ؤ، خو د سرو زرو دغه لاسي ساعت د هټلر نورو وسايلو په پرتله ترټولو لوړ قيمت لره.

له دې وړاندې د هټلر خولۍ په ۵۰ زره يورو، د مطالعې عينکې يې په ۴ زره او ۸۰۰ يورو او يوه هغه نقاشي چې خپله يې کښلې وه په ۱۳۰ زره يورو پلورل شوي ؤ.

پولنډ کې د مړو ډله ييز قبر موندل شوی

روسيه کې د شطرنج لوبه؛ رباټ د یو ۷ کلن ماشوم د لاس ګوته ماته کړه

د راپورونو له مخې د هټلر دغه ساعت د نوموړي له ځان وژنې څلور ورځې وروسته د يو فرانسوي سرتېري له لوري وموندل شو.

دغه ساعت د همدې فرانسوي سرتېري له لوري کلونه کلونه وساتل شو او له هغه وروسته د کورنۍ له غړو سره يې هم همداسې خوندي پاتې ؤ.

Leave a reply